روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۶

په کندهار کې د لاسي بم چاودنې د یو ماشوم ژوند اخیستی

په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یو ناچاوده لاسي بم چاودنې د یو ماشوم ژوند اخیستی دی.

دا پېښه پرون جمعه د کب پر ۱۸مه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې شوې ده.

وژل شوی ماشوم بلال احمد نومېده.

سرچینې زیاتوي چې په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون دوه ښځې ټپيانې شوې هم دي.

پېښه هغه مهال شوې چې بلال لاسي بم موندلی او کور ته یې وړی دی.

په کندهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د پېښې پخلی کړی دی.

له جګړو پاتې وسلې او مرمۍ وخت نا وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده چې روانه میاشت د غزني مرکز اړوند په ارزو کلي کې د یوې هاوان مرمۍ چاودېدو د یو ځوان ژوند اخیستی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x