روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۳

په کندهار کې د سختو بارانونو ورېدو او د کورونو چتونو د نړېدو له کبله دوه ماشومان مړه شوي

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور ریاست ویلي چې په دغه ولایت کې د سخت باران ورېدو او د کورونو د چتونو د نړېدو له کبله دوه ماشومان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

نوموړي ریاست شنبه د کب پر ۱۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د وروستیو بارانونو ورېدو له کبله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۳۸ کورونه ویجاړ شوې دي.

یاد ریاست زیاته کړې چې تر دا مهاله په دغه ولایت کې د باران ورېدو کچه ۹۵ ملی‌مترو پورې رسېدلې ده.

د راپورونو په حواله، په خاکریز، ارغنداب، ارغستان او پنجوايي ولسوالیو کې لږ تر لږه یو زر او ۳۱۲ حیوانات هم تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په خوست کې هم دوه ښځې د کور د چت لوېدو په پېښه کې مړې شوې او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

له دې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ویلي چې د هېواد په اوو ولایتونو کې وروستیو بارانونو اوه کسان مړه کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x