روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۷

په کندهار کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې او ژوند یې بایللی دی. سرچینو  ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۷مه د ارغستان ولسوالۍ په «پوچي» کلي کې شوې ده.

په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې او ژوند یې بایللی دی.

سرچینو  ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۷مه د ارغستان ولسوالۍ په «پوچي» کلي کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، دا نجونې د اوبو له یو بنده د اوبو راخیستلو هڅې پرمهال ډوبې شوې دي.

سرچینې زیاتوي چې په دې بند کې یوه بله ځوانه نجلۍ هم ډوبه شوې وه؛ خو د سیمې اوسېدونکو له خوا ژغورل شوې ده.

د روان کال د وري پر ۲۴مه هم په کندهار کې درې ځوانان په دوو جلا پېښو کې د ډوبېدو له کبله مړه شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x