د کابل په لودیځ کې د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
ځدراڼ شنبه د مرغومي پر ۱۶مه ویلي چې چاودنه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچی سیمه کې په یو کاسټر ډوله موټر شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان روغتون ته وړل شوې دي.
ورته مهال سرچینو ته ویلي چې دا چاودنه د «قلعې ناظر تمځای» کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، سیمه کې د اطفایې او امبولانسونو غږونه هم اورېدل کېږي.
خالد ځدراڼ د چاودنې څرنګوالی نه دی ښوولی او تر اوسه لا د پېښې پړه هم چا منلې نه ده.
د یادونې ده چې دا چاودنه نن د شپې شاوخوا ۶:۲۰ دقیقې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړم میاشت کې د دشت برچي سیمې اړوند د نانوايي په تمځای کې د «ملت» په نوم یو ورزشي لوبغالي کې هم چاودنه شوې وه.
اړوندې لیکنې :
- د بشري حقونو یوه بنسټ تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی
- په کندهار کې چاودنه؛ د طالبانو د يو قوماندان په ګډون شپږ کسان ووژل شول
- طالبانو په چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې خبر ورکړی
- «فریډم نو» د طالبانو له بنده د منیژې صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کړې
- افغان خبریالانو د طالبانو له بنده د حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې
- د بخښنې نړۍوال سازمان له طالبانو څخه د نجونو زدهکړو د دوو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې