روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۰۴
: 1

په کابل کې طالبانو دوه کسان د «انسان‌تښتونې» په تور ووژل

طالبانو اعلان کړی چې دغې ډلې په کابل ښار کې دوه کسان د «انسان‌تښتونې» په تور وژلي دي.

په کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې یک‌شنبه شپه د وري پر ۵مه د دغې ډلې له غړو سره د نښتې په ترڅ کې دوه «انسان‌تښتوونکي» وژل شوي دي.

ده ادعا کړې چې دغو کسانو د طالبانو پر ګزمې ډزې کړې دي.

طالبانو د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې طالبان وار وار د بشري حقونو د يو شمېر بنسټونو له لوري د «غلو او انسان‌تښتوونکو» تر نامه لاندې د خپلو پوځي مخالفانو او ملکيانو پر وژلو تورن شوي دي.

دغې ډلې څه موده وړاندې په چاريکار ښار کې د «فوټبال دوه ځوان لوبغاړي» هم د انسان‌تښتونې په تور پر ډزو ووژل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x