د پخواني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د یوه افسر حسن جبارخېل خپلوانو ویلي، چې ناپېژانده وسلهوالو نوموړی د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې په ډزو وژلی دی.
ډګرمن حسن جبارخېل د پخواني پرځېدلي جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په چوکاټ کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
د جمهوري نظام په وروستیو کې یې د کابل-جلال اباد لویې لارې د امنیتي کنډک د درستیزوال په توګه دنده لرله.
د هغه خپلوانو وویل، چې دغه پخوانی افسر د تېرې شنبې په شپه د کابل ښار د کلوله پشته سیمې اړوند ناپېژانده کسانو لومړی له خپل کور څخه اېستی او بیا پر نامعلوم لوري له ځانه سره وړی و.
د هغه کورنۍ تېره شپه د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د نوموړي جسد موندلی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی پر ډزو وېشتل شوی او پر جسد یې د مرمیو سوري هم ښکاري. هغه په سینه وېشتل شوی دی.
د خپلوانو په خبره یې، د حسن جبارخېل کورنۍ له هېڅ چا سره کومه شخصي دوښمني نه لري او دوی نه پوهېږي چې هغه چا وژلی دی.
د دغه وژل شوي پولیس افسر پلار هم د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت جیګپوړی چارواکی و. د هغه پلار جنرال اصف جبارخېل نومېږي چې اوس مهال په جرمني هېواد کې مېشت دی او د کابل نړۍ وال هوایي ډګر د قوماندان په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه.
د پولیسو دغه وژل شوی افسر اصلا د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی و؛ خو له ډېرو کلونو راهیسې په کابل کې اوسېدو.
۳۴ کلن ډګرمن حسن جبارخېل واده کړی و او څلور ماشومان یې لرل، چې دوه یې لوڼې او دوه زامن دي.
مشره لور یې دیارلس کاله عمر لري او د زامنو عمرونه یې د اته او لس کلونو ترمنځ دي.
د نوموړي د کورنۍ ټول غړي له افغانستانه وتي وو؛ خو دی لا هم په افغانستان کې پاتې و.
د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د پخوانیو امنیتي منسوبینو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یې د وژل کېدو او شکنجې خبرونه ترلاسه کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله که څه هم د پخواني جمهوري نظام امنیتي ځواکونو ته د عمومي بښنې اعلان کړ و؛ خو د طالبانو سیمهییزو قوماندانانو بیا د خپل مشر د دغه امر خلاف ځیني پخواني امنیتي کسان وژلي او سخت شکنجه کړي دي.
همدا راز د طالبانو استخباراتو ریاست له لوري پخواني امنیتي منسوبین زنداني کړي او حتی ځیني یې په زندانونو کې د طالبانو د سختو شکنجو له کبله مړه شوي هم دي.
په پکتیکا، هلمند، ننګرهار، خوست، بدخشان، پنجشېر او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو ځواکونو مرموزې وژنې هم ترسره شوې دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام د سرتېري او امنیتي مسوولینو پر کړکېچن وضعیت جدي اندېښنې ښوولې دي.
اړوندې لیکنې :
- پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي
- د چمن پولیسو د چمن پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې
- د کابل په شمال کې د پښتونولۍ دوام
- د متقي او عراقچي ملاقات په کابل کې
- په کابل کې د کور په کور پلټنې دوام؛ له طالبانو سره ښځینه پولیس نشته
- په کابل کې یو پخواني پوځي د اقتصادي ستونزو له کبله ځانوژنه کړې