روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۳
: 1

په پنجشېر کې د ګازنیونې له کبله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

په پنجشېر کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درېیو کسانو ژوند بایللی دی.

دا پېښه چهارشنبه‌ د کب پر ۱۷مه د یاد ولایت په عنابه ولسوالۍ کې شوې ده.

سرچینو  رسنی  ته ویلي چې په دې پېښه کې د حکمت‌الله رسولي په نوم یو سړی، مېرمن او ماشوم یې مړه شوي دي.

د سرچینو په خبره، حکمت‌الله رسولي په پنجشېر کې علمي کادر و.

طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

په ژمي کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د خپلو خونو د ګرمولو لپاره ګاز کاروي چې له کبله یې وخت ناوخت داسې پېښې رامنځته کېږي.

تر دې وړاندې هم په ځينو ولایتونو کې د ورته پېښو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند بایللی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x