روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۵

په پاکستان کې یو پخوانی سرتېری د طالب چارواکي له خوا تر ګواښ وروسته وژل شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په تخار کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د تېر حکومت د تخار د ملي امنيت رياست يو کارکونکى په پاکستان کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا تر تښتول کېدو وروسته وژل شوى دى.سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې دا پخوانی سرتېری سیدنور نومېده او مړی یې شنبه د غويي پر لومړۍ له غرمې وروسته د پاکستان پنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې د پولیسو له خوا موندل شوی دی.دغه پخوانی سرتیری شاوخوا یوه اوونۍ دمخه تښتول شوی و.

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د تېر حکومت د تخار د ملي امنيت رياست يو کارکونکى په پاکستان کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا تر تښتول کېدو وروسته وژل شوى دى.

سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې دا پخوانی سرتېری سیدنور نومېده او مړی یې شنبه د غويي پر لومړۍ له غرمې وروسته د پاکستان پنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې د پولیسو له خوا موندل شوی دی.

دغه پخوانی سرتیری شاوخوا یوه اوونۍ دمخه تښتول شوی و.

د سیدنور کورنۍ ته یو نږدې کس ادعا کوي چې هغه تر دې دمخه د تخار ولایت د طالبانو د پخواني امنیه قوماندان مولوي نصرالله حذیفه له خوا مرګ ته ګواښل شوی و.

دی طالبان د تېر حکومت د یاد سرتېري د وژل کېدو مسوولان بولي.

د پاکستان امنیتي چارواکو او په افغانستان کې طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېر حکومت سرتېري د عمومي بخښنې سربېره، بندیان او شکنجه شوي او ان په ځينو پېښو کې وژل شوي دي.

یک‌شتنبه د وري پر ۱۲مه د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې طالبانو یو پخوانی سرتېری د چړې پر ګوزارونو وواژه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x