روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۶
: 1

په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی؛ په ۲۰۲۳ کال کې نږدې زر تنه وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال په ټول هېواد کې نږدې زر پوځیان او ملکیان په «ترهګریزو» بریدونو کې وژل شوي دي.د دغه راپور پر بنسټ، چې د یک‌شنبې ورځ، د ډسمبر په ۳۱مه خپور شوی ۲۰۲۳ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان د پولیسو او پوځ لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال په ټول هېواد کې نږدې زر پوځیان او ملکیان په «ترهګریزو» بریدونو کې وژل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، چې د یک‌شنبې ورځ، د ډسمبر په ۳۱مه خپور شوی ۲۰۲۳ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان د پولیسو او پوځ لپاره تر ټولو خونړی کال و.

د دغه راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۵۰۰ پاکستاني پوځیان په «ترهګریزو بریدونو» کې وژل شوي دي.

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د وسله‌والو په تاوتریخوالي کې ۵۶ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په پایله کې یې ‌ډېره مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د پاکستان د حکومت وسله‌والو مخالفو ډلو، لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، تحریک جهاد پاکستان او بلوچ بېلتون غوښتونکو په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د پاکستان پوځ راپور ورکړی چې په کال په ټول هېواد کې په بریدونو او نښتو کې لږترلږه ۲۶۵ پاکستاني افسران او سرتېري وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت پولیسو راپور ورکړی چې په تېر یوه کال کې د دغه ایالت وسله‌والو مخالفانو په بریدونو کې ۱۸۵ پولیس وژل شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې هم د پولیسو مرګ ژوبله ډېره شوې ده، که څه هم تر اوسه په هغه ایالت کې د پولیسو د مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي خپرې شوې.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته، ټي‌ټي‌پي او د دغه هېواد د حکومت نورې ډلې مخالفې ډلې په افغانستان کې له خپلو پټن‌ځایونو څخه خپل بریدونه پلانوي او تنظیموي.

په ورته وخت کې افغان طالبانو تل دا ادعا رد کړې او پاکستاني چارواکي یې د خپل هېواد د امنیت په ټینګښت کې په پاتې راتلو تورن کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x