روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۳

په هېواد کې د مرموزو وژنو دوام؛ په مزارشریف ښار کې د یو کس مړی موندل شوی

سیمه‌ییزې سرچینې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه سړي د جسد د موندلو خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي نن پنجشنبه د کب پر ۱۷مه د یو ځوان مړی چې په یوې بورۍ کې ځای پر ځای شوی و، د مزارشریف ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې موندل شوی دی.

ورته مهال، په ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون کې هم یوې روغتیايي سرچینې منلې چې طالبانو دغه روغتون ته یو مړی وروړی دی.

د دغه کس د پېژندګلوۍ او د وژنې د څرنګوالي په اړه معلومات نه شته.

په دې تړاو تر دې دمه په بلخ کې ځايي طالبانو څه ویلي نه دي.

له دې سره هممهاله، په دغه ښار کې سرچینې د جمعیت ګوند د پخواني قوماندان غوث‌الرین غزات د ورور چې محمدحسین غزات نومېده، د لادرکۍ خبر ورکړی دی.

دا کس پنځه میاشتې وړاندې د پست‌مزار له کوڅې لادرکه شوی او تر دې دمه یې برخلیک ناڅرګند دی.

د راپورونو په حواله، په افغانستان کې د پخواني حکومت له پرځېدو او طالبانو له واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د جنايي پېښو او مرموزو وژنو کچه لوړه شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x