روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۳

په هېواد کې د مرموزو او هدفي وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژندو وسله‌والو په فاریاب کې یو ځوان وویشت

په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې ناپېژندو وسله‌والو په دغه ولایت کې یو ځوان په ډزو وویشت.

سرچینې رسنی ته منلې چې دا پېښه دوشنبه، د کب پر ۱۴مه د اندخوی ولسوالۍ د «بابه خواجه» په کلي کې رامنځته شوې ده.

دا ځوان ارسلان نومېده او په خپل کور کې وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، ارسلان په دې وروستيو کې د اندخوى-جوزجان پر لاره د موټر مينځلو کارخونه جوړه کړې وه.

تر اوسه د یاد ځوان د وژنې انګېزه نه ده څرګنده.

طالبانو هم پېښه منلې او ويلي يې دي چې دې ډلې د ارسلان د وژنې د عاملينو د نيولو په موخه خپلې پلټنې پيل کړې دي.

د ویلو ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.

د خپاره شويو راپورونو پر بنسټ، تېره اوونۍ د جوزجان ولايت په پښتون‌کوټ او دولت‌اباد ولسواليو کې په دوو جلا پېښو کې دوه ځوانان وژل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x