روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۸
: 1

په هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتېدل؛ په ننګرهار کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې

په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان ۹۰ متره ژورې څاه ته غورځولی او ځان‌وژنه یې کړې ده.

سرچینو رسنی ته ویلي چې دا پېښه شنبه د وري پر ۱۱مه شپه مهال د نازیان ولسوالۍ په «لوخي» کلي کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، دا ځوان حبیب‌الله نومېده او پر افغانستان د طالبانو له بیاځل واکمنېدو وروسته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ و.

بلخوا، په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي چې حبیب‌الله په رواني ناروغۍ اخته و او څاه ته له غورځېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتېدو له کبله د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې هم یو ځوان د اقتصادي ننګونو له کبله ځان‌وژنه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x