په هلمند کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ۳۰ کلن سړی په دار ځړول شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه ویلي چې دا پېښه د هلمند د مارجې ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.
سرچینې وايي چې دا کس د یوې مدرسې د خونې په چت کې راځړول شوی و.
د دې پېښې انګیزه او څرنګوالی روښانه نه دی.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د هرات په ګلران ولسوالۍ کې هم یو طالب وژل شوی و.