روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۱

په هلمند کې یو قومي مشر او مېرمن یې ووژل شول

په هلمند کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو قومي مشر او مېرمن یې وژل شوي دي.

دا پېښه شنبه د کب پر ۵مه شپه مهال د لښکرګاه ښار اړوند په «لګن مېنې» کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، دا کس او مېرمن یې د ناپېژانده وسله‌والو له لوري په خپل کې وژل شوي دي.

وژل شوی کس نجیب‌الله نومېده چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او له څو کالو راهیسې یې په لښکرګاه کې ژوند کاوه.

د سرچینو په حواله، نوموړي د پخواني حکومت پر مهال په بېلابېلو ادارو کې دنده کړې وه.

د دغو دوو کسانو د وژنې انګیزه روښانه نه ده.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د سیمې اوسېدونکو د میدان وردک د جلریز ولسوالۍ په سیاه خاک سیمه کې یو مړی پېدا کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x