روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۵

په هلمند کې د هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم مړ کړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په هلمند کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ناچاودې هاوان مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی.دا پېښه پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه د موسی کلا ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

په هلمند کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ناچاودې هاوان مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی.

دا پېښه پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه د موسی کلا ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند محمدقاسم ریاض ویلي چې د دغې پېښې قربانیان یوه ۱۰ کلنه نجلۍ او یو ۱۲ کلن هلک دی.

له دې وړاندې هم له جګړو پاتې ناچاوده توکو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ماشومانو ژوند اخیستی دی.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي و چې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو شتوالی لا هم د افغانانو د ژوند پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د وروستیو راپورونو په حواله، د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلومتره مربع ځمکه لا هم په ماینونو او ناچاوده توکو پوښلې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x