هر ګړې د کابل په وخت : 4:56 pm
ننې نیټه : 01-10-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 01-10-2025
ساعت : 16:56
: 1

په هرات کې د ناچاوده هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم مړ کړی

په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ناچاوده هاوان مرمۍ چاودنې یو ماشوم مړ کړی دی.

سرچینو یکشنبه د کب پر ۲۷مه ویلي چې دا پېښه د هرات په کهسان ولسوالۍ کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې یو بل زلموټی ټپي شوی هم دی.

ټپي شوی زلموټی او وژل شوی ماشوم ورونه و.

وژل شوی ماشوم ۱۲ کلن و او ورور یې بیا ۱۶ کاله عمر درلود.

پېښه هغه مهال شوې چې دغو دوو وروڼو پر دې ناچاوده مرمۍ لوبې کولې.

په هرات کې طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

د یادونې ده چې روانه میاشت د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم یو ماشوم د ناچاوده لاسي بم په چاودنه کې ژوند وبایله.

له جګړو پاتې وسلې او ناچاوده مرمۍ وخت نا وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو په ځانګړي ډول ماشومانو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x