روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۲

په نورستان کې د ځمکې ښویېدنه؛ اوچا د مړو شمېر ۲۱ کسان ښودلی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په نورستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۱ کسان ښودلی دی.

اوچا چهارشنبه د کب پر ۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دغې پېښې له کبله ۱۸ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

یاد دفتر زیاته کړې چې ۳۰ کورونه بیا په جزيي ډول ویجاړ شوي او ۲۵۰ کورونه بیا له ګواښ سره مخامخ دي.

اوچا زیاته کړې چې د مرستو رسولو لپاره هڅې روانې دي.

دا پېښه تېره یکشنبه د سلواغې پر ۲۹مه د شپې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د نورګرام ولسوالۍ په «نکره» درې کې د سختې واورې ورېدو له امله رامنځته شوې ده.

له دې وړاندې هم په نورستان کې ورته پېښې شوې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x