روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۲

په ننګرهار کې یو کس خپله مېرمن وژلې

په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپله مېرمن وژلې ده.

دا پېښه یکشنبه د کب پر ۲۷مه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، وژل شوې ښځه او مېړه یې د دره‌نور ولسوالۍ و چې په جلال‌اباد ښار کې یې ژوند کاوه.

دا ښځه د درېیو ماشومانو مور وه.

سرچینو د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بللی دی.

تر دې دمه په ننګرهار کې ځايي طالبانو څه ویلي نه دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

تېره ورځ په فاریاب کې هم یوه ۳۰ کلنه ښځه د خپل ورور له خوا د چړو په ګوزارونو وژل شوې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x