روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۹
: 1

په ننګرهار کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي چې دا پېښه چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه له غرمې روسته په کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.

د نوموړي په خبره، دا ځوان رفیع‌الله نومېده او ځان یې د ټوپک په ډز وژلی دی.

زابلي ویلي چې د دې پېښې انګېزه څرګنده نه ده او په خبره یې، په تړاو یې څېړنې پېل کړې دي.

په دې روستیو کې د هېواد په ځينو سیمو کې د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې هم یو ځوان ځان زندۍ کړی و.

د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزه بلل شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x