روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۱۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۲۱:۱۲
: 1

په ننګرهار کې یو ځوان د «ډنګي» ناروغۍ له کبله ژوند بایلود

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ننګرهار کې سیمه‌ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د هډوکو ماتونکي تبې «ډینګي» پر ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د یو ځوان د مړینې خبر ورکړی دی.سرچینو شنبه د لړم پر ۵مه، وویل چې دې ځوان تېره ورځ ناوخته په غني‌خېلو ولسوالۍ کې ژوند بایللی دی.

د ننګرهار کې سیمه‌ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د هډوکو ماتونکي تبې «ډینګي» پر ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د یو ځوان د مړینې خبر ورکړی دی.

سرچینو شنبه د لړم پر ۵مه، وویل چې دې ځوان تېره ورځ ناوخته په غني‌خېلو ولسوالۍ کې ژوند بایللی دی.

سرچینو وویل چې دا ځوان عیسی نومېده له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر و.

په ننګرهار کې طالب سیمه‌ییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې هم د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو ځوان د ډنګي ناروغۍ له کبله مړ شوی و.

څو میاشتې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په ختیځ کې د ډینګي د خپرېدو خبرداری ورکړی و.

ډينګي يوه ويروسي ناروغي ده چې د «آئدس» ماشي له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.

په سر، شا او ملا کې درد، شدیده تبه او ځیني وخت د بدن په بېلابېلو برخو کې خارش او جوش د دې ناروغۍ نښې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x