روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۰۹
: 1

په ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي

د ننګرهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په وسله‌واله نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچینې ته منلې چې دا پېښه جمعه د کب پر ۲۵مه د دره نور ولسوالۍ اړوند په «املي» کلي کې شوې ده.

طالبانو هم پېښه منلې او ویلي یې دي چې په دې تړاو یې یو کس په ټپي حالت کې نیولی دی.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا د کلیوالو ترمنځ وخت ناوخته د ځمکې پر سر شخړې رامنځته کېږي.

د سلواغې پر ۳مه هم د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ په «خواجه‌خېلو» سيمه کې د ځمکې پر سر د وسله‌والې نښتې له کبله دوه کسان ووژل شول او یو بل ټپي شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x