روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۰۶
: 2

په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ننګرهار طالب سیمه‌ییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له کبله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار طالب سیمه‌ییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له کبله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار د طاللبانو امنيه قوماندانۍ وياند، عبدالبصير زابلی وايي چې دا نښته یک‌شنبه د وږي پر ۴مه په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.

د زابلي په خبره، د رحيم‌الله او عرب‌شاه د کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې چې په ترڅ کې يې رحيم‌الله وژل شوى او عرب‌شاه او زوى يې ټپيان دي.

هغه زياته کړې چې په دې نښته کې د ښکېلو کسانو د نيولو هڅې روانې دي.

په دې وروستيو کې په ننګرهار کې کورنۍ شخړې او جنايي پېښې په بې ساري ډول ډېرې شوې دي.

تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه کروندګر په ډزو ووژل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x