روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۲

په ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه شوي

په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه شوي دي او یو بل ټپي شوی دی.

دا پېښه نن یکشنبه د کب پر ۲۰مه د ماسپښين شاوخوا ۲:۰۰ بجې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد په اتمه ناحیه کې د یو ټریلري او الټو موټر د ټکر له کبله شوې ده.

سرچینو په پېښه کې د ټپي شوي کس په اړه څه ویلي نه دی.

د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

همدا تېره جمعه د نیمروز د چخانسور د دو راهۍ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x