روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۶

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې: له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې عالیاء بنت احمد بن سیف آل‌ثاني د دوحې وروستۍ ناسته د افغانستان په اړه «ګټوره» بللې ده.

هغې سې‌شنبه، د کب پر لومړۍ نېټه په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې دا ناسته په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د نړۍوالو هڅو ته یو ښه فرصت و.

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې زیاته کړې چې قطر به د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د خپل منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه‌توب د دوحې دوه ورځنۍ ناسته چې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه جوړه شوې وه، پرون پای ته ورسېده.

په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش دغه ناسته اغېزمنه او رغنده بللې او په وینا یې، د ناستې ګډونوالو په ډېرو مسایلو کې له افغانستان او طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي، هوکړه کړې ده.

د ګوترېش ویلي، د طالبانو په هکله د نړۍوالې ټولنې اوسنی «بن‌بست» دا دی چې په افغانستان کې ډېری هېوادونه یو ټول‌ګډونه حکومت غواړي څو د ټولو قومونو استازي پکې شامل وي او د بشري حقوقو په تیره بیا د ښځو د حقوقو په ډګر کې پرمختګ د دغې ډلې د رژیم د رسمیت پیژندنې له مهمو غوښتنو او اساسي شرطونو څخه دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x