روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۱-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۱-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۲:۲۰

په فاریاب او غور کې ویجاړونکي سېلابونه؛ تر ۳۰ ډېر کسان مړه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په فارياب او غور ولايتونو کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په دغو ولايتونو کې  ځپونکو سېلابونو تر ٣٠ زيات کسان مړه کړي او ګڼ مالي زيانونه يې اړولي دي.د فارياب ولايت سرچينې ورځپاڼې مني چې شنبه د غويي پر ۲۹مه د ميمنه ښار په پنځو ولسواليو او شاوخوا سيمو کې سېلابونو يو ځل بيا ځايي اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

په فارياب او غور ولايتونو کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په دغو ولايتونو کې  ځپونکو سېلابونو تر ٣٠ زيات کسان مړه کړي او ګڼ مالي زيانونه يې اړولي دي.

د فارياب ولايت سرچينې ورځپاڼې مني چې شنبه د غويي پر ۲۹مه د ميمنه ښار په پنځو ولسواليو او شاوخوا سيمو کې سېلابونو يو ځل بيا ځايي اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د سرچينې په خبره، تر اوسه د دغو سېلابونو له کبله د ٢٥ کسانو وژل کېدل منل شوي.

دا احصایه لومړنۍ ده او د زیاتوالي اټکل یې شته دی.

د جمعې په ورځ هم د فاریاب په بل‌چراغ، المار، قیصار، پښتون‌کوټ او د خیبر په ولسوالیو کې سېلابونو ۱۸ مړه کړل.

ورته مهال د بادغیس سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ په «کرکیا» کلي کې تېره شپه سېلاب یوه او ښځه او د هغې دوه ماشومان مړه کړي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دغې طبيعي پېښې له کبله دوه نور کسان په قادس او اب‌کمري ولسواليو کې مړه شوي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x