روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۰۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۰۴

په فاریاب او سمنګان کې د ترافیکي پېښو لامله ۱۰ کسان مړه شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په فاریاب او سمنګان کې د دوو جلا ترافیکي پېښو لامله ۱۰ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. سرچینې وايي چې د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۳مه له غرمې وروسته په یوې ترافیکي پېښه کې ۱۰ کسان مړه او پنځه ټپیان شوي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په فاریاب او سمنګان کې د دوو جلا ترافیکي پېښو لامله ۱۰ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

سرچینې وايي چې د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۳مه له غرمې وروسته په یوې ترافیکي پېښه کې ۱۰ کسان مړه او پنځه ټپیان شوي.

سرچینو زیاته کړې چې دا پېښه د میمنې ښار شپږمې ناحیې اړوند په دهسیدان سړک کې هغه مهال وشوه چې یو فولډر موټر یو کور له دیوال سره وجنګېد.

د سرچینو په وینا، په پېښه کې ټپيان د میمنې ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې نازک دی.

بل پلو، د سمنګان په ترافیکو مدیریت کې طالب چارواکي وايي چې د دغه ولایت دره‌صوف ولسوالۍ اړوند کې د یوې ترافیکي پېښې لامله ۱۱ کسان ټپيان شوي.

یاد مدیریت زیاته کړې چې ټپيان د دره‌صوف پایین ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته وړل شوي او حالت یې مخ په ښه کېدو دی.

چټک تګ، له ترافیکي قوانینو ناخبري، ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه، د سړکونو خرابوالی او په سړکونو کې د ترافیکي نښو کمی بیا په هېواد کې د دا ډول پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.

څه موده وړاندې هم په بلخ او نیمروز کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پاېله کې نهه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x