په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د یوې پوځي چورلکې د لوېدو پېښه کې لږترلږه یو کس ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې دا چورلکه چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه د سهار شاوخوا ۲۰: ۱۰ بجې د غور مرکز فیروزکوه ښار اړوند د هریرود سیند په غاړه کې لوېدلې ده.
سرچينې د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
تر اوسه د طالبانو د دغې پوځي چورلکې د غورځېدو لامل نه دی روښانه شوی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د تېر کال د غويي پر ۳۱مه هم د سمنګان ولایت خلم ولسوالۍ ته څېرمه د طالبانو یوه پوځي چورلکه غورځېدلې وه.
دا مهال طالبان د پخواني افغان حکومت له څو چورلکو ګټه پورته کوي.
ويل کېږي چې بهرنيو ځواکونو له هېواده د وتلو پرمهال د دغو چورلکو ځينې يې له منځه وړي؛ خو طالبان وايي چې یو شمېر پوځي چورلکې يې بیارغولې دي.
اړوندې لیکنې :
- په دایکندي کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو رئیس په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی
- په بامیان کې د یو کور د چت لوېدو پېښه کې درې کسانو ژوند بایللی
- د بدخشان د سروزرو په یو کان کې د ډبرې راغورځېدو پېښه کې دوه کسانو ژوند بایللی
- د طالبانو په واکمنۍ کې اقتصادي ستونزې؛ په ننګرهار کې يو ځوان د موټر تر ټاير لاندې ځان اچولی…
- په روزګان کې یو کس له څاه څخه د یو ماشوم د ژغورلو پر مهال ژوند بایللی
- په تخار کې د ګازنیونې له کبله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند بایللی