د سې شنبې په ورځ د مرغومې ۱۸مه، په غزه کې روغتیایي سرچینو ویلي چې د سهار له لومړیو ساعتونو راهیسې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د غزې دننه لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.
د سرچینو له مخې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۴۶زره کسانو ته رسیدلی او ۱۱۰ زره نور بیا ټپیان شوي دي.
بل لوري بیا په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د یوې سیمې سره نېږدې په ډزو کې درې تنه اسراییلیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په سیمه کې د اسراییل ځواکونو د مشکوکو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړي دي. د راپورونو له مخې د اسراییل لومړي وزیربنیامین نتانیاهو په لوېدیځه غاړه کې د “تهاجمي او دفاعي” اقداماتو په ګډون د پراخو پوځي عملیاتو امر کړی دی.
همدا راز د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کارموندنې ادارې مشر فیلیپ لازاریني نیوکه کړې چې په غزه کې د سراییل ځواکونه د بشري مرستندویانو او نورو کسانو تر منځ توپیر نه کوي.
دغه څرګندونې نوموړي تر هغې وروسته وکړې چې د اسراییل ځواکونو په غزه کې د نړیوال خوراکي پروګرام (ډبیلو ایف پي) د مرستو پر کاروان برید وکړ.