هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۱-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۱۳:۰۵
: 2

په غزه د اسراییل تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د غزې روغتیايي چارواکي وایي، چې د چهارشنبې له سهار راهیسې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي دي. دا بریدونه، چې ولسي سیمې یې په نښه کړې، ډېر ویجاړونکي بلل شوي دي.

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، چې د چهارشنبې له سهار راهیسې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي دي.
دا بریدونه، چې ولسي سیمې یې په نښه کړې، ډېر ویجاړونکي بلل شوي دي.
ملګري ملتونه وایي له مارچ ۱۸مې راهیسې نږدې ۵۰۰ زره کسان نوې بې‌ځایه شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت د جګړې له پیله تر اوسه د ۵۱،۰۲۵ کسانو د وژل کېدو او ۱۱۶،۴۳۲ د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو د حکومت مطبوعاتي دفتر دا شمېر تر ۶۱،۷۰۰ پورته بولي.

اسراییلي چارواکي وایي د بشري مرستو بندول د حماس پر ضد د فشار یوه وسیله ده.
بل خوا، د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ د بندیانو د ورځې په مناسبت ویلي چې نړیواله ټولنه د فلسطیني بندیانو په درد چوپه ده. د معلوماتو له مخې، نږدې ۱۰ زره فلسطینیان په اسراییلي زندانونو کې دي، چې ۳،۴۹۸ یې پرته له محکمې بند دي، او ۶۳ تنه د شکنجې یا طبي غفلت له امله مړه شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x