د غزني طالب سیمهییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله درې ماشومان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولايت د طالبانو امنيه قوماندانۍ يکشنبه د تلې پر ۲۹مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ماشومان تېره ورځ د قرهباغ ولسوالۍ په «مهرودار» کلي کې د لاسي بم د چاودنې له کبله مړه شوي دي.
د خبرباڼې له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دا ماشومان په پټي کې پر کار بوخت وو.
له تېرو جګړو څخه پاتې ناچاوده توکي او ماینونه وخت ناوخت په هېواد کې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.
څو میاشتې مخکې هم په غزني کې د ورته پېښې له کبله دوه ماشومان مړه او درې نور ټپیان شوي وو.