روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۸

په غزني کې د طالبانو له لوري د دوو کسانو قصاص؛ یوناما: د اعدام له سزا سره مخالف یو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په غزني کې د طالبانو له لوري د دوو کسانو قصاص ته په غبرګون کې ویلي چې په کلکه توګه د اعدام له سزا سره مخالف دي.

یوناما پنجشنبه د کب پر ۳مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا موضوع د ژوندانه له بنسټيز حق سره په ټکر کې ده.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزا د لرې کولو لپاره ګام پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې په غزني کې پر دوو نارینه‌وو د «قصاص حکم» د پلي کېدو خبر ورکړی دی.

دا حکم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له تایید وروسته د غزني مرکز اړوند د «علي لالا» کلي د فوټبال په لوبغالي کې اجرا شوی دی.

ځايي سرچینې وايي چې دا دوه کسان په قتل تورن و چې هر یو یې «پنځه مرمۍ» ویشتل شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په قتل تورن هر یو سېدجمال د سېدمحمود زوی د میدان وردک د سېداباد ولسوالۍ او ګل‌خان د شاه‌ولي زوی د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x