په غزني کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ وايي چې یو طالب په واوره کې د بندپاتې کېدو او سړې هوا له کبله ساه ورکړې ده.
په غزني کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ سهشنبه د کب پر ۸مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون شپه د دغه ولایت د رشیدان ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله، نوموړی طالب د دغه ولایت له مرکز څخه رشیدان ولسوالۍ ته روان و چې د خواجهعمري ولسوالۍ د برکت کوتل په سیمه کې د درنې واورې ورېدو له کبله بندپاتې شو او همالته یې ساه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس په کاپیسا کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د چټک غبرګون قطعې کې دنده لرله.
د یادولو ده چې د درنې واروې ورېدو له کبله د دغه ولایت له مرکز سره د اتو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
څه موده وړاندې هم د غزني په اجیرستان ولسوالۍ کې یو کس په ورته پېښه مړ شوی و.
اړوندې لیکنې :
- په غزني کې طالب جنګیالیو درې کسان د «روژېخوړلو» په تور نیولي
- په بدخشان کې یو طالب د نشهیي درملو کارولو له کبله مړ شوی او دوه نور مسموم شوي
- په بدخشان کې یو طالب جنګيالي خپله ورېندار د واده وړانديز د نهمنلو له کبله وژلې
- په غزني کې یو ځوان ځان زندۍ کړی
- په غزني کې د ډېر ساړه له امله یو سړی ومړ
- په غزني کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس ووژل شو