روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۲۶
: 1

په غزني کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس ووژل شو

په غزني کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یو کس د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پاېله کې وژل شوی دی.

سرچینې وايي چې پنجشنبه د سلواغې پر ۱۹مه ماسپښین مهال د محمدایوب په نوم یو ځوان د اندړو ولسوالۍ په شاتور سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینو په خبره، دا پېښه د ځمکې پر سر تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

ورته مهال په غزني کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې تورن کس یې نیولی او تر پوښتنو لاندې دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په ځينو ولایتونو کې د ورته پېښو له کبله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رسنی د موندنو له مخې، تېره یوه میاشت په لغمان، سمنګان او پروان کې د ورته پېښو له کبله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x