روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۳
: 1

په سمنګان کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې

د سمنګان مرکز اېبک کې سیمه‌ییزې سرچینې د یو ځوان د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې دا ځوان صفت‌الله حکیمي نومېده او دوشنبه د سلواغې پر ۳۰مه سهار مهال یې ځان په خپل کور کې زندۍ کړی دی.

صفت‌الله درې کاله مخکې له سمنګان پوهنتونه فارغ شوی و.

د سرچینو په خبره، نوموړي د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان‌وژنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د پاکستان د اسلام‌اباد ښار په «بهاره کوه» سیمه کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د کاناډا له خوا د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته، ځان‌ وژلی دی.

بلخوا، د دغه افغان له مرګ وروسته یې خور ویلي، څنګه چې د پاکستان پولیس یې د ورور د مرګ لامل او څرنګوالی ښودلی، ځان‌وژنه نه ده. هغې د دغې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x