روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۰

په سمنګان کې طالبانو اته کسان د حزب‌التحریر د غړیتوب په تور نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په سمنګان کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې طالبانو اته کسان د حزب‌التحرير د غړيتوب په تور نيولي دي.سرچينې جمعه د وري پر ۱۷مه ته منلې چې دا کسان د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د سمنګان مرکز ايبک ښار په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو استخباراتو له لوري نيول شوي او بنديان دي.

په سمنګان کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې طالبانو اته کسان د حزب‌التحرير د غړيتوب په تور نيولي دي.

سرچينې جمعه د وري پر ۱۷مه ته منلې چې دا کسان د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د سمنګان مرکز ايبک ښار په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو استخباراتو له لوري نيول شوي او بنديان دي.

د معلوماتو پر بنسټ، په نيول شويو کسانو کې يو انجنير رفيع د دغه ولايت د برېښنا رياست کارکونکى دى او اووه نور يې ازاد کاروبار لري.

له تېرو دوو کلونو راپدېخوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له داعش سره د فکري ورته‌والي له کبله د التحریر ګوند غړو د نیولو لړې روانه ده.

طالبانو په مشخصه توګه سمنګان کې د دې کسانو د نيولو په هکله څه نه دي ويلي.

دا کسان په داسې حال کې د حزب‌التحریر ګوند د غړیتوب په تور نیول شوي چې د تېرکال په وروستیو کې طالبانو په کابل کې یاد ګوند ته د یوې لویې غونډې د جوړېدو اجازه ورکړه.

له حزب‌التحریر سره د طالبانو پر دوه‌ګوني چلند تل نیوکې شوي دي.

دې ډلې تېرکال د مرغومې پر ۲۳مه په تخار کې د حزب‌التحریر ۱۶ غړي ونیول.

د ویلو ده چې طالبانو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه ناقانونه بللي دي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x