روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۵
: 1

په سرپل کې د سړې هوا او کوټې د چت لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

په سرپل کې ځايي طالب چارواکي په دغه ولایت کې د یخې هوا او یوې خونې د چت لوېدو په پېښه کې د پنځو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

په سرپل کې د طالبانو د والي ویاند حبیب‌الله مسرور دوشنبه د کب پر ۱۴مه ویلي چې په مړو شویو کې دوه ماشومان، دوه ښځې او یو نارینه دی.

نوموړي زیاته کړې چې د دغه ولایت په البدر ولسوالۍ کې دوو ښځو او دوو ماشومانو د سړې هوا او روغتیايي مرکز ته په وخت د نه رسېدو له کبله ساه ورکړې او پر یو نارینه بیا د کوهستانات ولسوالۍ په ده‌سرخ کلي کې د کوټې چت لوېدلی دی.

ورته مهال، نوموړي ویلي چې په سانچارک ولسوالۍ کې هم د دوو کورونو چتونه لوېدلي دي.

دوه ورځې وړاندې پېښو ته د چمتووالي وزارت ویاند ویلي چې په تېرو ۱۲ ورځو کې په هېواد کې د سختې واورې او یخنۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنه واوره او باران ورېدلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x