روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۰
: 1

په خوست کې طالبانو له رسنیو سره د ښځو او نجونو پر ټیلفوني اړېکې بندیز ولګاوه

طالبانو په خوست کې د دغه ولایت راډیوګانو او ټلوېزیونونو سره د نجونو او ښځو په هر ډول ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه.

د افغانستان خبریالانو مرکز شنبه، د کب پر ۵مه د خوست ولایت د امنیه قومندان عبدالرشید عمري له لوري د لاسلیک شوي رسمي مکتوب یوه نسخه خپره کړې ده.

په دغه مکتوب کې د خوست ولایت د رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړل شوی چې که نجونو ته یې له رسنیو سره د ټیلیفوني اړیکې زمینه برابره کړه، احضار او محاکمه به شي.

په لیک کې راغلي: «په خوست کې ځينې خصوصي راډيوګانې اخلاقي فساد ته وده ورکوي؛ ښه بېلګه يې د ښوونځيو درسي او ټولنيزې خپرونې دي چې ګڼې نجونې په کې برخه اخلي.»

د طالبانو امنیه قوماندان زیاته کړې: «له دغو ښوونیزو او ټولنیزو خپرونو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره نجونې په رسمي او غیررسمي وختونو کې د خپرونو له تنظیموونکو سره نامشروع اړیکې نیسي چې دغه ډول ټیلفوني اړیکې له یوې خوا په ټولنه کې اخلاقي فساد ته لار برابروي او له بلې خوا د اسلامي اصولو خلاف کړنې دي.»

په ليک کې د دغه بیان په څرګندولو سره چې سيمه‌ييزې راډيوګانې او ټلوېزيونونه د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري د ښوونځيو ښوونیزو خپرونو جواز نه لري، د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست څخه غوښتل شوي چې په دې هکله رسنيو ته معلومات ورکړي.

ورته مهال، د افغانستان خبریالانو مرکز د ازادو رسنیو د کار په برخه کې د دغه فرمان د پایلو په هکله د جدي اندېښنې په څرګندولو سره د هغه د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان خبریالانو مرکز د طالبانو دا کړنه د رسنیو د قانون خلاف بللې ده.

یاد مرکز د شمېرو پر بنسټ، دا مهال په خوست ولایت کې د ملي راډیو او ټلوېزیون ترڅنګ ۱۵ خصوصي راډیوګانې او درې خصوصي ټلوېزيونونه فعالیت لري.

د يادونې وړ ده چې طالبانو واک ته له رسېدو راهيسې د رسنيو او خبريالانو پر فعاليتونو پراخ محدوديتونه لګولي او څو ځلې يې خبريالان نيولي، بنديان او شکنجه کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x