روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۰

په خوست کې دوه طالبان د نشه‌یي درملو د کارونې له کبله مړه شوي

په خوست کې ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې دوو طالبانو د نشه‌یي درملو د کارونې له کبله ساه ورکړې ده.

سرچینو سه‌شنبه د سلواغې پر ۲۴مه ویلي چې دا پېښه بیګا شپه شوې ده.

د سرچینو په خبره، دا کسان په خوست کې د ښاورالۍ ریاست د امنیت د ټينګښت مسوولیت درلود، چې د اوسېدنې په ځای کې مړه شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې دغو کسانو د «زیکپ» په نوم درملو د ډېرې کارونې له کبله ژوند بایللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ په ربابي کلي کې یو طالب د «ټابلیت کا» د کارونې له کبله ساه ورکړې وه.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په عقرب میاشت کې په تخار کې د امنیې قوماندانۍ د کورني امنیت مدیر مولوي علي‌محمد سیرت د ډېرو جنسي درملو د خوړلو له کبله په ناڅاپي ډول مړ شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x