د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زدهکوونکو په یوه کاروان چاودنه شوې ده.
د دې پېښې له مخې، تر اوسه پورې د شپږو زدهکوونکو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپیانو کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه چاودنه د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس شوې ده.
په داسې حال کې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوازې څلور کسان د دې چاودنې د قربانیانو په توګه یاد کړي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی دی. په رسېدلو تصویرونو کې ښودل شوي چې د پاکستاني پوځیانو یو بس په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
لا تر اوسه پورې کومې وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی اخیستی، خو د پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې ده.
اړوندې لیکنې :
- د پاکستان دفاع وزیر وايي چې د هند له خوا پوځي یرغل نږدې دی
- د هند او پاکستان جګړه؛ نرېندرا مودي له جګپوړو پوځي مشرانو سره بیړنۍ ناسته کړې
- په کابل کې چاودنه؛ طالبانو د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی
- د دشت برچي چاودنه؛ د قربانیانو کورنۍ د امنیت ټینګښت غواړي
- په کندهار کې چاودنه؛ د طالبانو د يو قوماندان په ګډون شپږ کسان ووژل شول
- طالبان په خوست کې د زدهکوونکو له ږېرو څارنه کوي