په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوانه نجلۍ د خپل کوژدن له لوري وژل شوې ده.
دا پېښه د جمعې ورځ، سلواغې پر ۱۳مه له غرمې وروسته د تالقان ښار څلورمې ناحیې د نهرچمن په «پایهای اریبا» سیمه کې رامنځته شوې ده.
دې نجلۍ ۱۶ کاله عمر لرلو او نوې یې کوژده کړې وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا نجلۍ پر ښکاري ټوپک وژل شوې ده.
سرچینه وايي، د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی دی.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دا ډول وژنې زياتې شوې دي.
د سلواغې پر لومړۍ نېټه د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.
اړوندې لیکنې :
- د مرموزي وژنې زیاتوالی؛ په فاریاب کې یو ماشوم او یوه ځوانه نجلۍ وژل شوي دي
- متقي: له هېڅ لوري سره د ټکر او شخړې غوښتونکي نه یو
- طالبانو په بلخ کې یو هلک او یوه نجلۍ په دورو وهلي
- د یوې نجلۍ خوبونه(د ښوونځیو پرانستلو له تمې څخه تر ناهیلي) (پای)
- یوې نجلۍ خوبونه (د ښوونځیو پرانستلو له تمې څخه نا هیلي) ۱
- په هرات کې د يوې ځوانې نجلۍ سوځېدلی مړی موندل شوى