روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۰
: 2

په تخار کې د طالبانو یو غړی پر دوو ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په تخار کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ینګي‌قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو جنايي مدیر قاري سمیع‌الله مخلص پر دوو ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

په تخار کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ینګي‌قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو جنايي مدیر قاري سمیع‌الله مخلص پر دوو ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

سرچینو دوشنبه د وږي پر ۱۹مه منلې چې سمیع‌الله مخلص د تخار فرخار ښار په اړوند کلي کې پر دوو ښځو درې وارې جنسي تېری کړی دی.

د سرچینو په وینا، دا مهال نوموړی او دوه ښځې د تخار مرکزي زندان کې بندیان دي.

دغه راز، سرچینو ویلی چې ځايي طالب چارواکي هڅه کوي چې په خبره یې، دا قضیه د ولسي شورا له لارې هواره او تورن ازاد کړي.

په تخار کې ځايي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه رسمي څه ویلې نه دي.

له دې وړاندې هم په نورو ولایتونو کې د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x