ځایي پولیس وایي، چې د دوشنبې په ورځ د سوېلي بولیویا پر یوې لویه لاره د یوه بس موټر او لارۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي او ۲۲ نور بیا ټپیان دي.
د پولیسو ویاند لیمبرټ چوک له خبریالانو سره په خبرو کې د مړو دغه شمېر تایید کړی. هغه وویل، چې په مړو شویو کسانو کې نارینه او ښځینه شامل دي.
د هغه په وینا، امبولانسونه او بېړنۍ مرستې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د بولیویا ولسمشر لویس ارس د پېښې قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
هغه پر میټا «فیسبوک» پاڼه کاږلي: «موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او دوی ته په دغه سخت وخت کې د صبر غوښتنه کوو.»
پولیس وایي، چې دغه بس له ټکر وروسته شاوخوا ۵۰۰ متره لرې یوې کندې ته وغورځېد چې پراخه مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.
پولیسو زیاته کړه، چې لارۍ چلوونکی نیول شوی او د پېښې د لامل په تړاو ترې څېړنې روانې دي.
دغه پېښه څو ورځې وروسته له هغه وشوه، چې په دغه سیمه کې د دوو بسونو د ټکر له امله تر ۳۰ ډېر کسان مړه شول.