روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۶

په بلخ کې یو کوچنی ماشوم وتښتول شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د بلخ ولایت سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا د یو ماشوم د تښتونې خبر ورکوي.سرچينې ورځپاڼې ته منلې چې دا ماشوم یک‌شنبه د غبرګولي  پر ۶مه د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې له «کارته شفاخانه» سيمې څخه تښتول شوى دى.

 د بلخ ولایت سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا د یو ماشوم د تښتونې خبر ورکوي.

سرچينې ورځپاڼې ته منلې چې دا ماشوم یک‌شنبه د غبرګولي  پر ۶مه د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې له «کارته شفاخانه» سيمې څخه تښتول شوى دى.

د سرچينې په خبره، دا ماشوم د مزارشريف ښار د يو سواګر حاجي حميدالله زوى دى.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې جې طالبان تل په ټول هېواد کې د امنیت د ټينګښت ادعا کوي؛ خو په بلخ کې انسان‌تښتونه له ډېرې مودې راپدېخوا یوه جدي امنیتي ننګونه ده.

تېره اوونۍ هم په بلخ کې یو ماشوم تښول شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x