روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۷

په بلخ کې د طالبانو د شکنجې په پاېله کې یو پخواني پوځي ساه ورکړې

د بلخ په مرکز مزارشریف کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو د ربړونې په پاېله کې د یو پخواني پوځي د مړینې خبر ورکړی دی.

سرچینو یکشنبه د وري پر ۱۹مه ویلي چې دا کس ضیاالرحمان ایاضي نومېده او په پخواني حکومت کې د مزارشریف ښار د درېیمې امنیتي حوزې جنايي آمر و.

که څه هم د طالبانو له خوا د ایاضي د نیول کېدو کره نېټه په ډاګه نه ده؛ خو سرچینې زیاتوي چې نوموړی د نیولو پر مهال سخت شکنجه شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې دا پخوانی پوځي په وروستیو ورځو کې د ناوړه روغتیايي حالت له کبله د مزارشریف ښار په ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې ساتل کېده.

د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د پخواني حکومت یو شمېر امنیتي ځواکونه له نیول کېدو وروسته ربړول شوي او کله کله وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیګاه شپه د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژلی دی

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x