هر ګړې د کابل په وخت : 2:59 pm
ننې نیټه : 01-10-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 01-10-2025
ساعت : 14:59
: 1

په بغلان کې یو زده‌کوونکي خپل ښوونکی وژلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په بغلان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني وايي چې په دغه ولایت کې یو زده‌کوونکي خپل ښوونکی په ډزو وژلی دی.دا پېښه یکشنبه د غويي پر ۱۶مه د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې شوې ده.

په بغلان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني وايي چې په دغه ولایت کې یو زده‌کوونکي خپل ښوونکی په ډزو وژلی دی.

دا پېښه یکشنبه د غويي پر ۱۶مه د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې شوې ده.

د ښوونځي دا ښوونکی علي‌الله نومېده او څو ډزې پرې شوې دي.

د برهاني په خبره، دغه زده‌کوونکي د خپل ښوونکي له وژلو وروسته پر ځان هم ډز کړی چې له ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره د پلخمرمي ولایتي روغتون ته وړل شوی دی.

تر اوسه د دغې وژنې لامل څرګند نه دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

تېره جمعه د بلخ په مرکز مزارشریف کې وسله‌والو غلو یو زلمی وژلی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x