په برلین کې د افغانستان سفیر یما یاري او د جرمني په بُن ښار کې جنرال قونسل سید لطفالله سادات له خپلو دندو لاس اخیستی دی.
د افغانستان دغو سیاسي استازولیو دوشنبه د لړم پر ۲۸مه په بېلو اعلامیو کې د خپل کار له پای ته رسېدو خبر ورکړی او ټينګار یې کړی چې مسوولیتونه یې خپلو همکارانو ته سپارلي دي.
هغوی زیاته کړې چې د کوربه هېواد په غوښتنه او سیاسي ستونزو له کبله یې خپلې دندې پرېښې دي.
په جرمني کې افغان سفیر یما یاري زیاته کړې: «په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له دندې لاس اخلم او د اصولو او مقرراتو له مخې د ادارې چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپارم.»
ورته مهال، په بُن ښار کې افغان جنرال قونسل سید لطفالله سادات ویلي: «د کوربه هېواد د ځينو ملحوظاتو او سیاسي محدودیتونو په پام کې نیولو سره، زه د جرمني په بُن ښار کې د افغانستان د جنرال قونسل په توګه خپله دنده پرېږدم.»
تر اوسه په دې اړه د جرمني بهرنیو چارو وزارت رسمي څه ویلي نه دي.
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګڼې په برلین کې افغان سفارت طالبانو ته سپارل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې سیاسي څېرې او طالب ضد ټلوالې بیا په اروپايي هېوادونو کې طالبانو ته د افغانستان د سیاسي استازولیو سپارل خطرناک ګام بللی دی.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې په بریتانیا کې هم افغان سفارت د کوربه هېواد په غوښتنه وځنډول شو.
اړوندې لیکنې :
- د جرمني حکومت برلین ته د سلګونو افغانانو د انتقال الوتنې لغو کړې
- په افغان ځوانانو کې د ځان وژنې زیاتوالی
- افغان ماشومان او له هر ډول تاوتریخوالی سره مخامخ کیدل
- په مشهد کې د طالبانو او افغان قونسلګرۍ تر منځ شخړه
- د افغان نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی
- د امریکا د کانګرس غړی: زموږ افغان متحدین او د هغوی کورنۍ په خطر کې دي