د بدخشان په ولایتي روغتون کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو طالب جنګیالی د نشهیي درملو کارولو له کبله مړ شوی او دوه نور مسموم شوي دي.
باوري سرچینې شنبه د سلواغې پر ۲۱مه وايي چې دا طالبان تېره شپه د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ په ربابي کلي کې په خپلمنځي مجلس کې مسموم شوي دي.
د سرچینو په خبره، دغو طالبانو «د عمر ثالث د ملاتړ ۲۱۹ کنډک د ساتنې او مراقبت قوماندانۍ په ټولي» کې دنده لرله.
مړ شوی کس مجتبا حمزه نومېده او د «ټابلېټ کا» له کارولو وروسته یې ساه ورکړې ده.
له بلې خوا سرچینې زیاتوي چې د دوو نورو طالبانو حالت هم نازک و او دمګړۍ د بدخشان په ولایتي روغتون کې بستر دي.
تراوسه په بدخشان کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال په عقرب میاشت کې په تخار کې د امنیې قوماندانۍ د کورني امنیت مدیر مولوي عليمحمد سیرت د ډېرو جنسي درملو د خوړلو له کبله په ناڅاپي ډول مړ شوی و.
اړوندې لیکنې :
- په خوست کې دوه طالبان د نشهیي درملو د کارونې له کبله مړه شوي
- په بدخشان کې یو طالب جنګيالي خپله ورېندار د واده وړانديز د نهمنلو له کبله وژلې
- په غزني کې د سړې هوا له کبله یو طالب مړ شوی دی
- د بدخشان په بهارک کې یوه طالب چارواکي د «سلام نه اچولو» له امله یو تنکی ځوان شکنجه کړی دی
- طالبان: په تېرو دریو ورځو کې د سپین بولدک ۲۳۰ تنه هټېوال د کلدارو کارولو په تور بندیان شوي
- روغتیا نړیوال سازمان په کندهار کې له میرویس روغتون سره د ۸۵ ټنه درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې