روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۱
: 1

په بدخشان کې د واورې ښويېدنې له امله درې کسان مړه شوي

د بدخشان ولایت د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان وايي، د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله درې کسان مړه شوي دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان‌الله کامګار ویلي چې دا پېښه نن د يک‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۱۵مه د شهربزرګ ولسوالۍ په سنګ‌خواه کلي کې رامنځته شوې ده.

د دې پېښې په ترڅ کې درې کسانو خپل ژوند بایللی او یو بل ټپي دی.

د هغه په ​​وينا، دغه کسان ټول د سيمې اوسېدونکي ول او په یوې جنازه کې د ګډون لپاره له يوه کلي بل کلي ته روان وو؛ خو په لاره کې له واورې ښویېدنې سره مخ شول.

دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې د سختې واورې ورېدو له امله له مرکز سره د لږترلږه نهو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

بدخشان یو غرنی دی چې طبیعي پېښو یې تل د دغه ولایت اوسېدونکو ته مرګ ژوبله او ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x