روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۲۵
: 1

په بدخشان کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د څړځای پرسر نښته؛ ۱۵ کسان ټپیان شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې د ارګو ولسوالۍ د یو کلي د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي. سرچینه وايي چې شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه له غرمې وروسته د ارګو ولسوالۍ د نواباد کلي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ د څړځای پرسر نښته شوې چې په ترڅ کې یې د څلورو شپنو په ګډون ۱۵ کسان ټپیان شوي دي. طالبانو غوښتل هغه څړځای چې د نواباد او سپین‌ګل کلیو د اوسیدونکو ترمنځ پرې شخړه روانه ده، د سپین‌ګل کلي اوسېدونکو ته وسپاري؛ خو د نواباد کلي اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شوي دي.

د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې د ارګو ولسوالۍ د یو کلي د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.

سرچینه وايي چې شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه له غرمې وروسته د ارګو ولسوالۍ د نواباد کلي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ د څړځای پرسر نښته شوې چې په ترڅ کې یې د څلورو شپنو په ګډون ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو غوښتل هغه څړځای چې د نواباد او سپین‌ګل کلیو د اوسیدونکو ترمنځ پرې شخړه روانه ده، د سپین‌ګل کلي اوسېدونکو ته وسپاري؛ خو د نواباد کلي اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شوي دي.

د سرچينې په خبره، وروسته له هغه چې ځايي اوسېدونکو د طالبانو پرېکړه ونه منله، د طالبانو جنګیالیو د دې ولسوالۍ د ولسوال ملا ظفرالدين احمدي او د دغې ډلې د استخباراتو مدير شمس الحق فدايي په امر پر لاريون کوونکو برید وکړ.

په بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې هم د ارګو ولسوالۍ د سپین‌ګل او نواباد کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د واښو پرسر نښته کې شاوخوا ۳۰ کسان ټپیان شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x