د باميان په مرکز کې د يو کور د چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
په باميان کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر شنبه د غويي پر لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ویلي چې تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دغه ولايت مرکز اړوند د «دهن خشکک» په سيمه کې د قوي باران له کبله د يو کور چت لوېدلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې او یو نارینه شامل دي.
د طالبانو په خبره، ټپيان د درملنې په موخه د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په هېواد کې قوي بارانونو د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.
د ویلو ده چې پرون په ارزګان او هلمند ولايتونو کې د يو شمېر کورونو د چتونو لوېدو پېښه کې ۱۵ کسانو ژوند بایللی دی
اړوندې لیکنې :
- د بدخشان د سروزرو په یو کان کې د ډبرې راغورځېدو پېښه کې دوه کسانو ژوند بایللی
- په غور کې د طالبانو پوځي چورلکې د غورځېدو پېښه کې یو کس ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان دي
- په دایکندي کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو رئیس په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی
- په هند کې د یوې ودانۍ د نړېدو له کبله اووه کسانو ژوند بایللی
- په لغمان کې د ترافیکي پېښې له کبله اووه کسانو ژوند بایللی
- د هېواد په څلورو ولايتونو کې د سېلابونو له کبله درېیو کسانو ژوند بایللی